Make your own free website on Tripod.com

Welcome To Afghan Kharoti Tribe Website

Home
Pashton Waly
News
Youth
Bank Account
Videos
Photos
Links
About Us
Kharoti's Tribal
Contact Us

Kharoti Tribe is a Pashtun tribe. The tribe has an estimated population of about 4.5 million and is based in Afghanistan. In Afghanistan, the main provinces where Kharoti tribe members reside are Paktika,Paktiya,Helmand, Zabul, Herat, Kunduz,Kandahar,Konar,Takhar,Kabul,Kapesa, Laghman, Nangahar, Parwan , Wardag, Logur, Ghazni and Baghlan. They live in and around Kohistan. In the east, they range from Katta to Koh-e-Sulaiman to Barmal. Another area of large Kharoti population is the area of Oragoon where they are accompanied by Furmalis and Tajiks. The Kharoti tribe is of Ghilzai origin. Their tribal rivals are Waziris and Furmalis, both of whom believe the Furmali area belongs to them. Some of the important subsects of the Kharoti tribe are Zako Khel, Ya Khel, Adya Khel, Amand Khel, Shamu Khel, Suleman Zai, Khadar Khel, Zobi Khel and Kharmoozi.

eng_pic.jpg

ټـول بدن مي سره لمبـه سـووپه اورونـودپـردو، ژر مـي وژغــوري چه سـوځـم اي  زما پاکوبچـو، تــوره شـپه بـه ژرسـي تيـره بيـا اتـل بـه دميـدان سـم ،  بيابه پښو ته لويږي هغه چه زې خرڅ کړيوم په شنو

دسيا سي حل دميکا نيزم له پاره ځيني  اساسي ټکي او هغه ستونځي اومقاومتونه چه دسياسي حل په وړاندي په يوه لوي سنګراوښتي دي

که د افغانستان اوسنيو بدو امنيتي ګواښونو ، سختو اقتصادي ستونځو ، داداري فساد لوړي کچي او پر ير غمل سوي ولس باندي په ښارونو او محلاتو کي ديرغلي ځواکونو ، جنګ سالارانو او دغربي نړي څخه راغلي تيکنوکراتانو روحي اوفيزيکي فشارونو او هم ددوي دجوړ کړي قانون دحاکميت په مقابل کي ددوي مقاومتونواوسر لغړونو  اود بله طرفه دچوکي ، مادي امتيازونو او هم  دملي شتمنيو دتقسيم  پر سر باندي ددوي تر منځ شخړو او جنګونو ته دملي ګټو په نظر کي نيولو سره په لږ دقت نظر واچوو  ، په واقعيت کي دهر هغه افغان چه دوطن سره مينه او هغه خپل افغاني تاټوبي بولي ، وجدان ته يي داسي يو تکان ورکوي چه په غبرګون کي يي دفعتأ په ذهن کي داسي سوال ځاي نيسي چه ، آيا دا نا معلومه جګړه چه دبهرنيو کړيوله خواه زموږ پر جنګ ځپلي  ولس باندي تحميل سوي ده ، چه ادامه يي نه يوازي دافغان ولس دبشري تلفاتو ،اقتصادي بي سارو ورانيواو دملي شتمنيو تاراجولو سبب ګرځي ، بلکه دمنطقي امنيت يي هم دګواښونو سره مخا مخ کړي اونن و نړيوال امنيت ته ديو ستر ګواښ په څير خان څرګندوي تر کومه به  ادامه ولري ؟ ځکه نود سالم سياسي تعقل خاوندان بايد دداسي يوي لويي فاجعي مخه ونيسي چه هغه نه يوازي دافغانستان دقومونو تر منځ بلکه دمنطقي دهيوادونو تر منځ هم ددښمنيو دروازي خلاصوي ،او داور ولمبو ته يي ورپوري وهي  ۰ مونژ خپله ددې صلاحيت نه لرو چه دپورتني اساسي سوال په جواب کي دې په هر اړخيز ډول داسي دسياسي حل يو ميکانيزم وړاندی کړو ، چه دهغه په عملي کيدو سره دي  دافغانستان اوسني نا آرامو حالاتو ته دپاي ټکي کښيږدي ۰ ځکه نو دا وظيفه دافغان ملي اسلامی ګوندونو ، ملي سياسي کار پوهانو او ټولو پر وطن مينومتنفذین او روشنفکرانو ده ،چه دافغانستان دلانجي دسياسي حل ميکانيزم  بيله ځنډه دوخت او ولس  دغوښتني  سره سم ديوه  اساسي  ستراتيژيک هدف په توګه وخپل مخ ته کښيږدي ،اوخپل تر منځ دې په دې هکله ژر ترژره دتفاهم لړي شروع کړي ۰ ولي داملي ګوندونه او ملي شخصيتونه بايد هر ډول دنظر ليريوالې ددغه ستر حياتي مقدس هدف دپاره يوه طرف ته پريږدي ، او ژرتر ژره دي دسياسي حل دميکانيزم تر بيرغ لاندي سره يو موټي سي ۰ولي بايد ووايو چه  متاسفانه ديو شمير افغاني ګوندونو په رهبري کي داسي کسانو ځاي نيولي دي چه شخصي  ګټي يي داشغال دپروسي او د لا س پو څي  حاکميت سره نغښتي دي ۰ شايد په دې مقدسه  لاره کي داسي ګوندونه ددې بهير څخه ځانونه ليري او يا  په يوه او بله بڼه ‍‍خنډونه هم جوړ کړي ،  چه دابه په واقعيت کي دافغانستان دملي ګټو په وړاندي ددوي  يو ښکاره دريځ وي  ۰ ځکه نو بايد په ډير جديت سعيه او تلاښ وسي چه په دې هکله دهر نوع منفي نظر ياتو مخه ونيول سي کوم چه ددې مقدسي پروسي دځنډ سبب ګرځي ۰  بايد ووايو چه په اوس مهال کي دنړي دسياسي او اقتصادي شرايطو څخه هم  داسي معلوميږي ، چه که  هر څونه ژر ددې حياتي هدف له پاره سعيه اوتلاښ وکړل سی  په هغه اندازه به  په افغانستان او منطقه کښي بشري ناورين ته دپاي ټکي ايښول سوي ، دافغان ولس ګټي به  خوندي ساتل سوی  او د ريښتيني  ولس واکي له پاره به هم پراخه  زمينه رامنځ ته سوي وي ۰بايد ووايو چه ددې سياسي حل د ميکانيزم وړانديز بايد دهم دغو افغانانو له منځه ديوه منتخب کميسون په ذريعه ملګرو ملتونو ، دامريکا تر رهبري لاندي نړيوالي ټولني او دوسله وال افغاني مقاومت ورهبريو ته وسپارل سي ۰ولي دا هم بايد په ښکاره وضاحت دجنګ دواړو خواوو ته توضيح او وويل سي ،  چه دواړه طرفه بايد  دخپلو هغو غير عملی  دريځونو څخه لږ څه ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍شاته ولاړ سي کوم چه په افغانستان او منطقه کښي دصلح دراتلو دخنډ سبب ګرځي ۰دمثال په ډول : امريکا او ددوي لاس پوڅي دولت بايد داشرط دوسله وال مقاومت په وړاندي ليري کړي ، چه هغوي دي دافغنستان اساسي قانون ومني او وسله دي پر مځکه کښيږدي بيا دي نو دخبرو وميز ته حاظر سي ۰ چه دا نو په واقعيت کښي دمذاکرو له پاره شرط نه بلکه په ښکاره ډول دتسليمي معني لري ۰ ولي  وسله وال مقاومت هم  بايد دمذاکرو څخه وړاندي دا شرط  ليري کړي ، چه بايد لومړي بهرني يرغلي ځواکونه ووزي بيا دوي دافغانستان ددولت سره مذاکري ته حاظريږي ۰  چه دا نوپه واقعيت کښي يوه مهاله خبره ده ، داځکه چه دبهرنيو ځواکونو په نه شتون کي  افغان دولت ديوي هفتي له پاره هم  بقا نه سي پيدا کولاي ۰ داخکه چه نه داسي  وسله وال پوځ لري ،چه دفاع دې وکړي ، او نه په ولس کښي کومه دمحبوبيت فيصدي لري ۰ ځکه نو دافغان ملي ګټو په نظر کي نيولو سره بايد ټول واقعيتونه  په عمومي خبرو کي را منځ ته سي ۰ اوس اوس په داسي حال کي  چه داوسني ولسي جرګي او مشرانو جرګي غړي نيژدي ۸۰ فيصده په بشري او اقتصادي جناياتو متهم کسان دي ، نو څنګه کيدلاي سي چه دافغان ولس دصلح دروازه ددوي په لاس خلاصه سي ۰ او يا په مجموع کي په  اوسني مهال کي هره فیصله چه داوسني حاکميت او جنګ سالارانو تر سايه لاندي راوغو ښتل سي ، طبیعي خبره ده چه دافغان ملي ګټو څخه ليري داوسني حاکميت او جنګ سالارانو دبقا په نظرکي نيولو سره به فيصلي کوي ، ځکه نومونژ  دملګرو ملتونو تر سيوري لاندي ديوه داسي نړيوال کنفرانس وړانديز کړي وو  ، چه مشخصات يي په لاندي ميکانيزم  کي په ګوته سوي دي ۰دامريکا تررهبري لاندي نړيوال  ائتلافي ځواک ۰دافغانستان وسلوال پوځ او  ددولت په مقابل کي وسله وال مقاومت بايد بي له قيداوشرطه اوربند اعلان اودملګرو ملتونوله خواه دي دواړه طرفه دمذاکري له پاره و نړيوال کنفرانس  ته راوبلل سي۰ ددې نړيوال کنفرانس افغاني  ګډون کوونکي بايد دافغانستان داوسني حاکميت اوددوي په مقابل کي د وسله وال مقاومت سربيره  يو تعداد آزاد پر وطن مين په داخل او بهر کښی سياسي  کارپوهان ، دملي ډموکراټيکو ګوندونواستازي اويو شمير  په ولس کي محبوب شخصيتونه وي۰ دا نړيوال کنفرانس بايددهيڅ يوه بهرني هيواد دنظامي ، سياسي اواقتصادي اغيزي لاندي نه وي. دبهرنيو قواوودوتلو زماني جدول دي داسي جوړکړل  سي ، چه هيڅ نوع بي امنيو ته مخه خلاصه نه کړي۰ که د بهرنيو قواوو دوتلو پر سر اوزماني جدول باندي خبرو ځان ته مشکله بڼه اختيار کړل ، نوپه هغه صورت کي دي ددغه ټاکلي وخت دپاره دملګرو ملتونو دصلح ځواک او يادي داسلامي نړي دهيوادونوڅخه تظامي پوځونه راوغوښتل سي . ولي په هم دغه ټاکلي وقفه کي بايد په مملکت کښی ټولي غير قانوني سلاحوي دهر ګروپ اوخصوصي امنيتي شرکتونو  څخه چه وي راټولي اودملي دفاع  او کورنيو چارو وزارت ته وسپارل سي۰ دا نړيوال کنفرانس بايددافغانستان دملي ګټو په نظرکي نيولو سره نوي لنډ مهاله اداره جوړه اوترراتلونکي لويي جرګي ترجوړيدو پوريدي  دولتي چاري مخ ته بوزي۰ داکنفرانس بايد پر نړيوالي  ټولني باندي زور واچوي چه دراتلونکو پينځو کلونودپاره بي له قيده اوشرطه خپلو اقتصادي کومکونوته ادامه ورکړي ۰ ولي دهرکال په اخر کښي بايد دپيسو دمصرف دقيق راپور واخيستل سي اودنوي کال اقتصادي کومک پيسي دې  ددولت په واک  کي کښيښول سي۰ ملګري ملتونه بايد دامنيت شورا ته وظيفه ورکړي چه په راتلونکو وختونوکي دافغانستان په کورنيو چارو کي کوم بهرني هيواد مداخله ونه کړي ۰او په دې هکله دې دافغانستان نوي دولت ته نړيوال تضمين هم ورکول سي ۰ د افغانستان نوي  دولت  بايد دپخوا په څير خپله عنعنوي بيطرفي وساتي او خپلي ډيپلوماتيکي اړيکي دي نه يوازي  دهمسايه هيوادونو  سره بلکه دنړي دټولو هيوادونو سره دمتقابل احترام پر اصل باندي وساتي ۰وسلام

   

 

 د پنجدې او ډیورنډ استعماري کرښې په اړه یو شمېر سوالونو اوځوابونه

ایا دغه کرښه نړیوال حقوقي ارزښت لري؟

 که یې لري د څومره وخت له پاره ؟؟
امیر عبدالرحمن خان دغه کرښه له چا سره لاسلیک کړه او هغه اسناد اوس چېرته دي ؟
د استعماري کرښو په وړاندې د امان الله خان دریځ ولې ناندره ییز دی؟
ایا پاکستان د برېتانوي هند میراث خور ګڼلی شو چې یو شمېر لیکوال  دېته لمن وهي چې ګنې پښتونخوا له انګرېزانو نه دوی ته پاتې ده؟
یو شمېر لیکوال دا هم وایي  چې ولې د پنجدې  او مروې یادوونه نه کیږي  چې یوازې د ډیورند کرښه یادیږي؟
ولې پاکستاني چارواکي سربډاله دي  او غواړي د وخت د بریتانوي چارواکو په څېر د کوم واکمن لاسلیک ترلاسه کړي ؟
یو شمېر کسان وایي که چېرې دغه کرښه په رسمیت وپېژندل شي نو افغانستان به آرامه شی .

 ایا دغه څوک تضمینولی شي چې بیا به پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي ؟

ایا دغه څوک تضمینولی شي ؟

چه ..............

picture.jpg

الحمد لله رب العالمين  والصلاة والسلام علي سيد المرسلين  وعلي اله و اصحابه اجمعين

د الله جل جلاله  د کلام په رڼا کی چی فرمایی :  يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (13) الحجرات.

او دنبی کریم r د ارشاد مطابق چی فرمایی : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ  قَالَ تَعَلَّمُوا مِنْ أَنْسَابِكُمْ مَا تَصِلُونَ بِهِ أَرْحَامَكُمْ فَإِنَّ صِلَةَ الرَّحِمِ مَحَبَّةٌ فِي الْأَهْلِ مَثْرَاةٌ فِي الْمَالِ مَنْسَأَةٌ فِي أَثَرِهِ   مسند احمد .

د خروټو دقوم مشرانو وغوښتل چی د خروټو قومی شورا د اسلامی اصولو سره برابره ، په ملک کی د ناف‍‍ذه قوانینو بربنسټ  د کارونو د ښه نظم په خاطر جوړه کړی ، تر څو په دی وسیله په ټول افغانستان کی یو دبل سره تعارف پیداکړی ، په روا او مشروعه طریقه یودبل د حقوقو په تامین کی سره مرسته وکړی ، ټول دټولو د سر ، مال ،  عزت او ابرو ، په حفظ او ساتنه کی یو بل ته لاس ورکړی ، په ښو او نیکو اخلاقو او اعمالو د اجتماعی حقوقو په تامین کی یو بل ته توصیه وکړی ، ترڅو د ملک او ملت دپاره په اخلاقی باور سره ، بی له کوم ضرر او مزاحمت څخه ، دیوالی ، وحدت ، هوساینی ، عامه صلحی او نیکبختی سبب وګرزی ، او د قوم په منځ کی د محبت ، ورور ګلوی او صله رحمی ، یوه سالمه فضا رامنځ ته شی .

له لوی خدای (ج) څخه هیله لرو چی خپل قوم او نورو هیواد والو ته د ارزښتناکه خدمتونو مصدر وګرزو .

دخروټو دقوم سراسری شوری اساسنامه

لومړی فصل

لومړی ماده :

ددغی شوری نوم د خروټو دقوم سراسری شوری  چی ددی اساسنامی  په جریان کی د شوری په نامه یادیږی ایښودل شویدي .

دویمه ماده :

دغه اساسنامه په هیواد کی د نافذه قوانینو په اساس ترتیب او تنظیم شویده .

دریمه ماده :

دغه شورا یوه خپلواکه غیر سیاسی او په افغانستان کی د خروټو دقوم دیوالی ، وروګلوی او یو دبل دپیږندنی لپاره جوړه شویده ، او له نورو قومونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی ده .

څلورمه ماده :

د شوری مرکزی دفتر به دکابل په ښار کی وی او څانګی به یی په اړونده ولایتونو او ولسوالیو کی  پرانستل کیږی .

پنځمه ماده :

شوری خپل ټول مشکلات د اسلام دمقدس دین له احکامو او ټولنیزو رواجونو او عنعناتو د اصولو او قواعدو په اساس حل کوی .

شپږمه ماده :

شوری د خپلو کارونو د پرمختک او اقتصادی مشکلاتو دحل لپاره ددی اسانامی د څلورم فصل د شپاړسمی مادی د څلورم بند په اساس خپل مالی لکشتونه برابروی ، او د نقدی پانګی د ساتنی لپاره په یوه افغانی بانک کی غیر سودی جاری حساب خلاصوی .

 

 

دوهم فصل

اوومه ماده :

دغړيتوب شرطونه :

دخروټو دقومي شورى دغړيتوب شرطونه په لاندي ډول دي :

1/ چاچي ددوه ويشت كلني  عمر بشپر كړي وي .

2/ له خپل قوم څخه  ښه  استازيتوب وكړي شی .

3/ داوطلب د سيمه ييزي شوري له خوا معرفي كيږي او دعالي  شوري د دوو غړو له خوا تضمينيږي .

4/ داو طلب به په مخدره موادو او نامشروع اعمالو  معتاد نه او اخته نه وي .

5/ داو طلب به د خروټو دقومي شورى اساسنامه او كړنلاره مني ، او د تطبيق له پاره به يي ږمن وي .

اتمه ماده : د شوري د غړو حقونه :

1/ د شورى په ټولو تشكيلاتي ځانګو کی د انتخابيدونكي او انتخابونكي په توګه ونډه لرل .

2/ د شورى دټولو مادي او معنوي كټو څخه برخمن كيدل .

3/ په بشپړي ازادي سره دشورى په غونډوكي برخه اخستل .

4/ د لياقت كفايت او فعاليت په ښودلو سره دهغه تقديرول .

نهمه ماده : دشورى د غړو مكلفيتونه :

1/ د شورى د تګ لاري د اصولو پيروي او ملاتړ كول .

2/ دشورى دپياوړتيا لپاره  كوښښ او هاند كول .

4/ پر شخصي ګټو د ملي او قومي ګټو غوره بلل .

5/ دشورى د هدايتونو رعايتول .

6/ د خروټو غم او شادي په درنشت سره پالل .

7/ د خروټو دقوم اتحاد اتفاق عزت او پت ساتل .

دریم فصل

لسمه ماده :

دشورى تشكيلاتي جوړښت : دشورى تشكيلاتي جوړښت په لاندی ډول دی  :

1/ عالي شورى

2/ اجرائية شوري

4/ سيمه ييزي ولایتی شوراګاني .

یوولسمة ماده : عالي شورى :

عالي شورى دخروټو د قومي شورى عالي ارګان دي چي د خروټو له با نفوذه او با اعتباره شخصيتونو څخه جوړه شوي او دخروټو استازيتوب كوي .

عالي شورى په عادي ډول ديوي مياشتي په موده كي يو ځل او دضرورت په وخت كي كله چي وغواړي راغونډيږي او داجرائية شورى مياشتني فعاليت او چار ي څيړي

عالي شورى يو رئيس او دوه مرستيالان لري .

دوولسمه ماده :

دعالي شورى واكونه : په لاندي دول دي :

1/ دبرنامي او اساسنامي بشپړول او تصويبول .

2/ دبرنامي او اساسنامي تعديلول

3/ دپوهو او روشان فكرو افتخاري غړو منل

4/ شورى ته دنورو كسانو منل

5/ د خروټو دشورى له غړيتوب څخه دهغو كسانو ايستل چي :

*- داساسنامي  مخالف عمل وكړي

*- دشورى له نامه څخه دځان په ګټه شخصي استفاده وكړي

*- دجرم په ارتكاب سره د باصلاحيته محكمي لخوا محكوم شي .

*- پرله پسي ډول شپږ مياشتي دغړيتوب ونډه ادا نكړي .

*- بي نظمي راولي او دشورى دپريكړو او كټو پر خلاف عمل وكړي

6/ د ضروری څانګو ايجادول او يا داضافي څانكو لغوه كول .

7/ په اجرائية شورى او اړوندو څانګو كي د پوهو او عالي درايت لرونكو كسانو ټاكل .

8/ د خروټو ټاكلو استازو ته د كلنيو چارو په اړوند رپوټ وړاندي كول

9/ دشورى پر تشكيلاتي  ټاكنو تصميم نيول .

دیارلسمه ماده : اجرائيه شورى

اجرائية شورى چي له عالي شورى څخه وروسته دشورى واكمن ارګان دي  او دعالي شورى له غړو څخه ټاکله كيږي دشورى تولي ورځني چاري پر مخ بيايي او په اوني كي په عادي ډول يوځل غونډه كوي او عالي شورى ته مسئوليت لري . اجرائية شورى له دغو څانګو څخه جوړه شويده :

1/ له قومونو سره د اړيكو کمیټه .

2/ له دولتي ارګانو ، مؤسسو او بهر كي د ميشتو خروټو سره د اړيكو څانګه .

3/ مالي او اداري څانګه

4/ د شووني او روزني څانګه

5/ د روغتيا څانګه

6/ د شهيدانو معلولينو او معيوبينو څانګه.

7/ د احصائيي څانګه

8/ كلتوري څانګه

9/ دنظارت او كنترول څانګه

10/ دخروټو دقومي ستونزو دحل څانګه

څوارلسمه ماده -  د اجرائية شورى واكونه :

1/ دشورى د دريځ بيانول او دشورى دمركزي دفتر او اړوندو څانګو د مالي لكښتونو تنظیمول

2/ دعالي شورى رابلل

3/  عالي شورى ته په هره مياشت كي د اړونده  چارو ربوټ وړاندي كول .

4/ دبيا رغاوني او ملي پيوستون په پروګرامونو كي كومي پروږي چي خروټو ته د دولت او يا مرستندويه هيوادونو له خوا منظوري شوي وي دهغو نظارت او څارنه .

پینځلسمه ماده :

ولایتی شوراګاني او دهغو دندی:

1/ ولایتی شوراګاني د قومونو دهغو مخورو او باورى كسانو څخه انتخابیږي چي خپلي  سيمه ييزي ستونزي عالي شورى  او اجرائية شورى ته  ورپيږني .

2/ ولایتی شوراګاني  عالي شورى ته خپل مخور او باوري كسان ورپيږني چي دقوم د اقتصادي  تولنيزو او كلتوري ګټو دساتلو تمثيل وكړي .

3/ ولایتی شوراګانی ددی اسانامی د څلورم فصل د شپاړسمی مادی د څلورم بند په اساس مالی منابع برابروی ، او نوی اعضاې جلبوی .

4/ ولایتی شوراګاني له استثنايي اوبيړني حالت څخه پرته د اجرائية شورى په غوشتنه خپل استازي  ورپيزني

څلورم فصل

شپاړسمه ماده  - بيلابيل حكمونه :

1/ عالي شورى او اجرائية شورى ددريو څخه د دوو برخو دحضور په صورت کی پريكړه د رايو په اتفاق  او يا د اكثريت له مخي ترسره كولاي شی .

2/ د اجرائية شورى غړي به دچارو د لاسمون لپاره د تعین شوی  حاضري پابند ي کوی .

3/ د خروټو دقومي شورى مركزي دفتر كابل كي او په نورو ځايوكي هم سيمه ييز دفترونه دضرورت په وخت كي پرانيزي

4/ دشورى مالي لګښتونه له لاندی منابعو څه په لاس راځی :

*-  قومي او ملي پانګه وال .

*-  د اعضاو له حق العضویت څخه .

*- د پروږو له عوایدو څخه .

*- د عالی شوری د تصویب په اساس له مشروعه او ممکنه مرستو او منابعو څخه.

6/ دنورو قومونو څخه هم هغه څوك چي د خروټو دقومي شورى كړنلاره او اساسنامه ومني كولاي شي په شورى كي برخه واخلي

7/ دشورى شتمني او مالي سرچيني دشورى د هدفونو د ترسره كيدو لباره مصرفيږي

8/ هيڅوك دشورى له نامه څخه شخصي او سياسي ګټه نشي اخيستلاي .

9/ په لاندي حالاتو كي ددريو څخه د دوه برخو په اكثريت شورى منحل كيږي او دعدليي محترم وزارت ته خبر وركول كيږي .

*- دبلي شورى سره ديوځاي كيدو په صورت كي

*- دمالي كمزورتیا په صورت كي

*- دنا اټكل شويو عواملو له مخي

10/ مالی لګشتونه د ځانګړی قانون او لایحی له مخی تنظمیږی ، چی دمالی لګشتونو د لایحی یا قانون په نامه یادیږی .

11/ له بلی شوری سره یوځای کیدل د ځانګړی قانون او لایحی له مخی صورت مومی .

12/ دخروټو دقومي شورى اساسنامه سريزه او په څلورو فصلونوکی ( 16) مادي لري .

 

 

ومن الله التوفيق

انجینیر مطیع الله مطیع خروتی

 دخروتو دقوم دسراسری شورا سرپرست

بسم الله الرحمن الرحيم فصل اول احكام عمومي ماده اول – اين اساسنامه مطابق قوانين نافذه افغانستان ميبا شد وغرض تنظيم كارهاي شوري قوم خروتي  ساخته شده است. ماده دوم- نام اين ارګان (شوري قوم خروتي  ) است كه در جريان اين اساسنامه به شكل مختصر شوري خروتي   نام برده ميشود. ماده سوم : شوري قوم خروتي يك ارګان اجتماعي غيرسياسي وغير انتفاعي ميبآشد كه در پروتو احكام دين مقدس اسلام، وقوانين نافذه افغانستان فعاليت مينمايد. ماده چهارم- دفتر مركزي شوري قوم خروتي در شهر كابل ميبآشد وفروع ان در مناطق ديګر كشورنيز كشايش خواهد يافت .فصل دوم اهداف ماده پنجم- شوري قوم خروتي  اهداف ذيل را تعقيب مينمايد: / سهم ګيري در بازسازي افغانستان از طريق كارهاي اجتماعي، تعليمي ، تربيتي ، صحي وغيره. / سهم ګيري درمورد بلند بردن سطح زنده ګي مردم و مبآرزه درمقابل بيجاره ګي بيكاري، بي سواد ي ، امراض وغيره . / سهم ګيري درايجاد يك فضاي برادري واخوت وبرقراري صلح امنيت. / مبارزه در مقابل تعصبات سمتي قومي، لساني وغيره. / همكاري وسرپرستي يتيمان وبيوه ګان وايجاد كار وكسب براي انها. / ايجاد زمينه غرض تبادله افكار ونظريات در يك فضاي ازاد، صميمي واحترام متقابل. / نشر نمودن افكار وطن دوستي،خدمت به مردم دفاع از دست اورد هاي ملي كشور دراذهان مردم. / دفاع از حقوق بشر و دست اوردهاي انساني. / تقديم مشوره هاي وطرحها علمي به جهات رسمي درمورد باز سازي كشور و مسائل اجتماعي و فرهنګي. / سهم ګيري در مورد  تربيئه كدرهاي متخصص علمي وفني براي پيشرفت اجتماعي وباز سازي كشور. / ترويج فرهنګ اسلامي وارزش هاي ملي دركشور / ترويج اخلاق اسلامي ومبآرزه بر ضد فساد اخلاقي. / سهم ګيري در مورد  بهتري  وضيعت زنان و كوشش در بلند بردن سطح زنده ګي اقتصادي انها. / زمينه سازي غرض رشد استعداد هاي جوانان وكودكان. / زمينه سازي غرض مصروفيت سالم متعلمين ومحصلين . \/ سهم ګيري در پيشبرد هنر وادب درچهار چوب ارزشهاي ملي واسلامي. / خدمت معيوبين ومعلولين وايجاد كار ومصروفيت مناسب  انها. / زمينه سازي براي متخصصين و دانشمندان كشور غرض جستجوي حلول مناسب به مشكلات اجتماعي وايجاد زمينه به نشستهاي باهمي وفضاي تفاهم. فصل سوم ساحه فعاليت ماده ششم-: شوري قوم خروتي غرض تحقيق اهداف خويش فعاليتهاي ذيل را انجام ميدهد. / داير نمودن كورسهاي تعليمي ومسلكي در موارد مختلف. / داير نمودن كنفرانسها، سيمينارها،وركشاپها، ميزهاي مدور. / تاليف وترجمه ،چاپ كتابها، نشرات ومجلات. 4/ تهيه وتوليد كست هاي سمعي وبصري ، درساحه كه مربوطه شوري قوم خروتي   باشند. 5/ ايجاد نمايشګاهاي ، علمي ، فرهنګي  حرفوي و كتابها. / ايجاد انجمن ها وحلقه هاي فرهنګي وادبي. / داير نمودن مسابقات علمي، فرهنګي وسپورتي. / ايجاد بخش هاي علمي و تحقيقاتي، / ايجاد كورسهاي سواد اموزي.  همكاري با كودكستانها . / ايجاد كورسهاي تدبير منزل به زنان. \\/ ايجاد مراكز مشورتي براي حل مشكلات فاميلي. / ايجاد حلقه هاي تربيتي و تعليمي براي علوم ديني و قران كريم. / داير نموده پروګرام هاي ورزشي و تفريحي وايجاد كلپ هاي تفريحي. / شوري قوم خروتي   غرض تمويل فعاليت هاي خويش پروژه هاي مختلف النوع را زير دست دارد. ماده هفتم -: شوري قوم خروتي   هيچګاه از وسايل كه مخالف دين اسلام قانون اساسي كشور وقوانين ديګر نافذه كشور استفاده نخواهد كرد. فصل چهارم عضويت شوري قوم خروتي و انواع ان  ماده هشتم: هرطبعه افغان از قوم خروتي ميتواند به شكل داو طلبانه عضويت شوري قوم خروتي را به دست بياورد. ماده نهم: عضويت شوري قوم خروتي سه نوع ميبآشد . / همكار / عضو / عضو افتخاري ماده دهم: همكار كسي را ګفته ميشود كه مطابق شرايط ذيل باشد. / به صورت عام به اهداف شوري قوم خروتي علاقه مند باشند وفورم همكار ي شوري قوم خروتي را خانه پوري  كرده باشند وفورم مذكور نزد مقامات مسول شوري قوم خروتي  منظورشده باشد. / احساس خدمت به مردم و پيشرفت كشور داشته باشد. / در پروګرام هاي عمومي شوري قوم خروتي اشتراك ورزيده باشد. / از محرمات ومفاسد اخلاقي اجتناب ورزد. ماده يازدهم- عضو کسی را گفته ميشود که دارای شرايط ذيل  باشد: / اهداف شوري قوم خروتي  را قبول نموده وا ز ان دفاع نمايد. / دارای شهرت خوب ونيكو باشند وپابند فرايض اسلام باشد. / فورم عضويت شوري قوم خروتي را خانه پوري كرده ودر خواستي شان از طرف هيئات مديره منظور و  رئيس شوري قوم خروتي ان را امضا كرده باشد. / حق العضويت شوري قوم خروتي را بطور منظم تاديه نمايئد. / درجريان كار از خود شايستګي وجديت نشان داده باشد. / پابند لوايح ومقررات شوري قوم خروتي باشند ماده دوازدهم -: عضويت افتخاري شوري قوم خروتي بۀ كسي داده ميشود كه از خارج شورى خدمات خوب را براي شوري قوم خروتي تقديم نموده پاشد ماده سيزدهم -: عضويت افتخاري شوري قوم خروتي حيثيت اعزازي دارد واز وجايب و حقوق معاف شمرده ميشود. ماده چهاردهم-: عضو شوري قوم خروتي   بنابراحكام اساسنامه دارنده حقوق ذيل ميبآشد: / حق انتخاب شدن وانتخاب نمودن در تشكيلات شوري قوم خروتي  ./ حق خواست داري وضاحت از مسولين در مسائل مالي. / تقديم نمودن پيشنهادات وانتقادات سالم به هيئت مديره شوري قوم خروتي  ، غرض تحسين كارهاي شورى  .ماده پانزدهم-: سلب عضويت شوري قوم خروتي  در حالات ذيل صورت ميګيرد. الف/ مخالفت از احكام اساسنامه بطور متواصل (با اخطار تحريري از طرف اداره شوري قوم خروتي اضافه تر از سه دفعه). ب / رد كردن احكام وقوانين اداري شورى قوم خروتي. ج / اخلال و ايجاد بي نظمي كه سبب مانع كارهاي شوري قوم خروتي شود. د /  ارتكاب ګناه هاي كبيره، اختلاس، واعمال كه مخالف ارزشتهاي ملي ، تماميت ارضي واستقلال كشورباشيد.  هـ /  از طرف محكمه با صلاحيت به جرم (جنحه يا جنايت) محكوم شود. ماده شانزدهم-: اګر سلب عضويت از شوري قوم خروتي خلاف احكام ماده ۱۵ اين اساسنامه صورت ګرفته باشد. شخص مذكور ميتواند از مسولين شوري قوم خروتي  توضيح بخواهد. ماده هفده هم-: فيصله سلب عضويت شوري قوم خروتي بنا بر پيشنهاد هيئت مديره وتصويب دو ثلث شوراي مركزي وبعد از منظوري ريئس صورت ميګيرد. فصل پنجم تشكيل ماده هژدهم-: شوري قوم خروتي از طرف مراجع ذيل اداره ميشود. / شوراي موسسان / مجمع عمومي / شوراي مركزي/ هيات مديره ماده نوزدهم :- شوراي موسسان از كسان تشكيل شده است كه در تاسيس شوري قوم خروتي رول عمده وا ساسي داشته ومتعهد   بآن شورى باشد. ماده بيستم-: شوراي موسسان از وقت تاسيس متشكل از (-) نفر ميبآشد كه نام هاي شان ضميمه اين اساسنامه ميبآشد. ماده بيست ويكم -: شوراي موسسان الي تشكيل مجمع عمومي شوري قوم خروتي وتشكيل شوراي مركزي كارهاي اين هردو ارګان را به پيش ميبرد.كه بعد از تشكيل شوراي مركزي منحل ميګردد. وظائف شوراي موسسان-: ماده بيست ودوم-: شوراي موسسان داراي وظايف وصلاحيتها ي ذيل ميباشد. الف / تمويل شوري قوم خروتي  دروقت افتتاح ب  /  تا وقت داير شدن مجمع عمومي وظيفه دارد رئيس و اعضاي شوراي مركزي ، هيئات مديره ، وسكترجنرال را انتخاب نمايد. ج    /  پيش بردن همه امور شوري قوم خروتي  تا وقت داير شدن مجمع عمومي وانتخاب شوراي مركزي. ماده بيست و سوم-: مجمع عمومي عبآرت است از اعضاي شوري قوم خروتي كه مواصفات ان در ماده ۱۱ ذكرشده. ماده بيست وچهارم-: دراثناي داير شدن جلسه مجمع عمومي رئيس شوري قوم خروتي رياست جلسه وسكتر جنرال شوري قوم خروتي   وظيفه منشي جلسه بدوش خواهند داشت. ماده بيست وپنجم-: مجمع عمومي داراي وظآيف وصلاحيتهاي ذيل ميبآشد:  الف / تعين رئيس واعضاي شوراي مركزي. ب /  تقديم نمودن پيشنهادات غرض بهبود كارهاي شوري قوم خروتي  . ج  /  به اساس احكام اين اساسنامه دلايل قبول شده منحل نمودن شوري قوم خروتي  . د   /  بحث و فيصله درمسائل كه در اجندا شامل است. ماده بيست وششم-: جلسه مجمع عمومي به شكل عادي درسال يك دفعه داير ميګردد، ولي جلسه  فوق العاده به امر رئيس شوري قوم خروتي  ويا به خواست دو ثلث اعضاي مجمع عمومي دايرميګردد. ماده بيست وهفتم-: بدون موارد كه مشخصآ دراين اساسنامه ذكر شده است، فيصله هاي مجمع عمومي و ديګر شوراها به فيصدي ۵۱ % اعضاي حاضر درجلسه به اكثريت عادي صورت ميګيرد. ماده بيست وهشتم-: شوراي مركزي شوري قوم خروتي  از (    ) عضو تشكيل ميشود كه براي يك سال از طرف مجمع عمومي شوري قوم خروتي در نتيجه انتخابات ازاد سري و مستقيم از همان اعضاي شوري قوم خروتي انتخاب ميګردند كه واجد شرايط ميباشند. ماده بيست ونهم-: اعضاي شوراي مركزي شوري قوم خروتي اضافه تر از صفات كه درماده ۱۱ اين اساسنامه ذكر شده داراي مشخصات ذيل نيز باشد: الف /  كم از كم دوسال را به حيث عضو شوري قوم خروتي   سپري نموده باشد  ب   /  داراي شهرت خوب ونيكو ودر كارهاي شوري قوم خروتي   لياقت وجديت نشان داده باشد. وظآيف و صلاحيتهاي شوراي مركزي.: ماده سيوم: بعد از مجمع عمومي شوراي مركزي بلند ترين مرجع تصميمم ګيري درشوري قوم خروتي ميباشد. ماده سي ويكم-: شوراي مركزي شوري قوم خروتي داراي صالاحيتهاي ذيل ميبآشد: الف  /  تصويب پاليسيهاي شوري قوم خروتي در پروتو احكام اين اساسنامه. ب     تصويب بوديجه وپلان كاري شوري قوم خروتي  . ج     /  تعقيب  وكنترول نظآم مالي شوري قوم خروتي   (چګونګي عوايد ومصارف). د      /  شنيدن راپور مالي وكاري يك ساله شوري قوم خروتي  . هـ     /  تغيرات مثبت دراساسنامه شوري قوم خروتي  . و       تقديم نمودن عضويت افتخاري شوري قوم خروتي به كساني كه در ماده ۱۲ اين اساسنامه ذكر شده اند. ز /  انتخاب نمودن سكترجنرال وهيئات مديره، از بين اعضاي شوراي مركزي شوري قوم خروتي و يا برطرف نمودن انها. ماده سي ودوم-: شوراي موسان شوري قوم خروتي  تا ايجاد شوراي مركزي وظايف شوراي مركزي را به پيش ميبرد. ماده سي وسوم-: جلسات شوراي مركزي شوري قوم خروتي  دريك سال دوبار داير ميګردد. ماده سي وچهارم-: فيصله هاي شوراي مركزي شوري قوم خروتي به جز از حالات استثنايي كه دراين اساسنامه ذكرشده، به اكثريت عادي اراء تصويب ميګردد، واګر اراء متساوي شوند دراين حالت به راي رئيس شوراي مركزي ترجيح داده ميشود. ماده سي وپنجم-: غرض تكميل نصاب در جلسات شوراي مركزي موجوديت دو ثلث اعضا شرط ميباشد. ماده سي وششم-: رئيس شوري قوم خروتي  داراي صلاحيتهاي ذيل ميباشد. / رياست شوراي مركزي و مجمع عمومي- 2/ نظارت وكنترول كامل به جريان كارهاي شوري قوم خروتي  و اطميئنان از تطبيق وپياده  شدن اساسنامه. / مساعي غرض تمويل شوري قوم خروتي  وبه همين منظور قايم  نمودن ارتباطات بآ جهات مختلف. /  منظوري عضويت ويا سلب نمودن ان ، مطابق مواد اساسنامه. ماده سي وهفتم-: رئيس شوري قوم خروتي ميتواند كه بعضي از صلاحيتهاي خويش را براي مدت كوتا به سكرتر جنرال شورى  ويا به كدام عضو ديګرشورى مركزي بسپارد. ماده سي وهشتم-: وظا يف وصلاحيتهاي هيئات مديره شوري قوم خروتي  . / پيشبرد كارهاي شوري قوم خروتي  . / فعال نمودن ارګانها وشعبه هاي شوري قوم خروتي  . / ايجاد پلان كاري، تطبيق وحفاظت از ان. / جلب كمكهاي مادي ومعنوي به شوري قوم خروتي  . / حفاظت از ملكيتهاي شوري قوم خروتي  . / جواب دادن از نتائج كارهاي شوري قوم خروتي  در برابر شوراي مركزي ومجمع عمومي. ماده سي ونهم-: سكرتر جنرال شوري قوم خروتي  وظايف وصلاحيتهاي ذيل را دارا ميباشد. / رياست هيئات  مديره ومتوجه كردن مسئولين شعبآت وارګانهاي شورى   به وظايف سپرده شده به انها. / سخن ګوي وممثل رسمي شوري قوم خروتي  درخارج. / امضاء نمودن موافقتنامه ها واسناد  رسمي شوري قوم خروتي  . / مستحكم نمودن ارتباطات غرض منفعت شوري قوم خروتي   به جهت هاي مختلف. / تقرر وبرطرفي مامورين ومستخدمين شعبه هاي مربوطه شوري قوم خروتي . ماده چهلم-: شوري قوم خروتي   جهت پيشبرد كارهاي خويش شعبه هاي مختلف را ايجاد نموده، كه از طرف اعضايي داو طلب ويا افراد تعين شده اداره وپيش برده ميشود. ماده چهل ويكم-: شعبه هاي شوري قوم خروتي  قرار ذيل است./ شعبه نشرات وفرهنګ/ شعبه هنر وادبيات/ شعبه تعليم وپرورش مهارتها./ شعبه خدمات اجتماعي/ شعبه خدمات اجتماعي/ شعبه علمي وتحقيقاتي ماده جهل ودوم-: درشعبه هاي شوري قوم خروتي   بنا برلزوم ديد تبديلي( زيادت ونقصان) وارد شده ميتواند. فصل ششم انتخابآت ماده چهل وسوم-: رئيس شوري قوم خروتي   كه از طرف مجمع عمومي براي يك سال انتخاب شده. اضافه از شرايط كه در ماده ۱۱ اين اساسنامه ذكر شده. واجد شرايط ذيل نيزبآشد: الف /  كم از كم سه سال را درعضويت شوري قوم خروتي   سپري نموده باشد. ب   /  دردوره خدمت بايد از خود لياقت، شايستګي واستعداد، درمسايل اداري نشان داده باشد. ج    /  بخاطردريافت مقام رياست شوري قوم خروتي  كمپاين انتخاباتي را اجراء نه نموده بآشد. ماده چهل وچهارم-: رئيس شوري قوم خروتي حق دارد كه غرض اجراء انتخابآت موفقانه وبا موضوعات ديګركه در اجنداء جلسات مجمع عمومي وشوراي مركزي شامل بآشد. براي خود همكاران و ياكميسيون هاي خاص را تعين نمايد. كه مدت اعتبار اين تعينات تا انتهاء جلسات ميباشد. ماده چهل وپنجم-: سكرترجنرال و اعضاي هيآت مديره شوري قوم خروتي از جمله كانديدان كه واجد شرايط ميبآشند براي يك سال از طرف شوراي مركزي درنتيجه انتخابآت مستقيم وسري انتخاب ميګردند.ماده چهل وششم-: سكرترجنرال وهيئات مديره شوري قوم خروتي اضافه از شرايط كه در ماده ۱۱ اين اساسنامه ذكر شده بايد واجد شرايط ذيل نيز باشند. الف / كم از كم يك سال را در ارګان هاي شوري قوم خروتي  به طور منظم ايفاي خدمت نموده باشند. ب   / درمدت خدمت وعضويت از خود لياقت وشايستګي نشان داده باشد. فصل هفتم انحلال شوري قوم خروتي  ماده چهل وهفتم- شوري قوم خروتي  در حالات ذيل منحل ميګردد. الف /  سوق شدن شورى  به جهت مخالف اهداف وساحه فعاليت شوري قوم خروتي  . ب   /  اختلافات داخلي به سرحد برسند، كه مفيد بودن شوري قوم خروتي خنثي شود.ج    /  دو ثلث اعضاي شوري قوم خروتي   فيصله نمايند. ماده چهل وهشتم-: صدور فيصله انحلال شوري قوم خروتي كه بنا براجزاء الف و ب ماده چهل وهفتم ذكرشده از صلاحيتهاي مجمع عمومي ميباشد. ماده چهل ونهم-: درصورت انحلال شوري قوم خروتي تمام ملكيتهاي شورى به اساس فيصله نامه مجمع عمومي اين شورى   درداخل كشور بۀ ارګانها وموسسات هم نوع تسليم ميشود. فصل هشتم: مسايل مالي. ماده پنجاهم-: شوري قوم خروتي مصاريف خويش را از موارد ذيل تهيه ميكند:  از حق العضويتهاي اعضاء ، همكاران ، اعضاي افتخاري شورى  وكمكهاي ازاد بدست مي اورد.  از فروش كتابها، مجلات وتوليدات ديګر شورى قوم خروتي بدست مي اورد.  از كمكهاي اشخاص خيرخواه، جهتهاي ملي وتجاران كشوربدست مي اورد./  از زمينها، باغها، دوكانها، وعوايد ملكيتهاي ديګر كه به شوري قوم خروتي وقف ګرديده است بدست مي اورد./  از عوايد پروژه هاي اقتصادي شوري قوم خروتي  ./ از همكاري وكمكهاي دولت افغانستان، سازمان ها وموسسات بين المللي، به شرط كه به اصول، پاليسي، واساسنامه شوري قوم خروتي  مخالفت نه داشته باشد. ماده پنجاه ويكم-: شوري قوم خروتي  بمنظور تنظيم مصارف خويش لايحه جدا ګانه دارد. كه مواد ان در پرتو احكام اين اساسنامه تعين شده است. ماده پنجا ودوم-: عوايد، مصارف وبوديجه شوري قوم خروتي با مندرجات اين اساسنامه ولايحه مالي اين شورى مخالف شده نميتواند. ماده پنجا وسوم-: شوري قوم خروتي  غرض تامين  مصاريف وپيشبرد فعاليتهاي ګونا ګون خويش ، پروژه هاي اقتصادي را ايجاد مينمايد. فصل نهم ماده پنجاه وچهارم-: ارم يا نشان شوري قوم خروتي   عبارت است از ( آفتاب در حال طلوع). ماده پنجاه وپنجم-: اين اساسنامه متشكل است از نه فصل وپنجاوپينج ماده ، كه درسال (    1387    ) از طرف شوراي موسسان شوري قوم خروتي  به تصويب رسيد ، واز تاريخ تصويب قابل اجراء ميبآشد.  والله الموفق انجینیر مطیع الله مطیع خروتی

                                                

 

دسولې دعالي شورا په هکله زمونژ نظر

دسولې ملي مشورتي جرګه دولت ته مشوره ورکوي او دخپل پریکړه لیک په دوهمه ماده کې وایي: دولت باید د سولې د پروسې د پیل لپاره د سولې د ملي مشورتي جرګې دپرېکړو په پام کې لرلو سره یو هراړخیز پروګرام جوړ او د سولی د تامین لپاره دوامداره برنامی د یوې ملي او دایمي ستراتیژۍ په توګه اعلان کړي 
دسولې ملي مشورتي جرګې دبیلاابیلو کمیسیونونو په ځینو وړاندیزونو او طرحو کې هم دسولې دبهیر دګړندي کولو لپاره دسولې او پخلاینې دیوې دایمي شورا غوښتنه شوې وه ، په جرګه کې آن داسې نظرونه هم موجود و، چې دسولې او ملي روغې جوړې دتآمین لپاره دې دحکومت په جوړښت کې یو وزارت رامنځ ته شي.
درسنیو دخبرونو له مخې دولت دسولې د ملي مشورتي جرګې دپریکړو او مشورو دعملي کولو لپاره په پام کې لري دسولې سراسري عالي شورا جوړه کړي. او په دې اړه لومړنۍ مشورتي غونډه دغبرګولي په څلیرویشتمه نیټه جوړه شوه.
په دې غونډه کې بیا هم هغه څیرې ډیرې ترسترګو کیدې چې په تیرو تنظیمي جګړو کې یې برخه لرله. دسولې په ملي مشورتي جرګه کې دهمدغو څیرو موجودیت او برلاسي تر ديره حده خلک ناهیلي کړل او خلکو ددغې جرګې په پریکړو او دحکومت په نیت هغه وخت شک پیدا کړ چې دتیرو جګړو مشهورې څیرې پکې برلاسې او دهغوی یوتن یې دجرګې مشر کړ.
طبعي ده چې د دغو څیرو په لیدو سره دهر سړي ذهن ته دتیرو جګړو ترخې خاطرې راځي ټول پوهیږي همدغه کسان وو،چې په بیلابیلو بهانو یې په وطن او کابل ښار کې دجګړو لمبې تازه ساتلې. دغه کسان په جنګي ډلو پورې تړلي کسان دي چې کلونه کلونه دخپلو ګټو لپاره جنګیدلي دي .
اوس چې دولت په پام کې لري دسولې دملي مشورتي جرګې دپریکړه لیک او مشورو دپلي کولو لپاره دسولې عالي شورا جوړه کړي باید تیرې تجربې تکرار نه کړي.
تردې دمخه موږ دمشرانو جرګې دریس حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ دسولې او ملي پخلاینې په نوم دې ورته یوه اداره لرله چې په دې برخه کې یې کار کاوو سره له دې چې حضرت صاحب دهغو کسانو له ډلې څخه نه و، چې دکابل ښار په کور ورانوونکو جګړو کې دې یې برخه اخیستي وي او ډیرو ته هغه دیوه منځګړي شخصیت په توګه دمنلو وړ و.خو لکه څنګه چې لازمه وه دغه کمیسیون پخپلو کارونو کې ډیر بریالی نه و، او دخپل کار زیاته برخه یې یوازې دبندیانو خوشي کولو ته ځانګړې کړې وه نوردسولې دتآمین په برخه کې ددغه کمیسیون رول ډیر څرګند نه بریښیده.
دولت ته په کار ده دسولې په ملي مشورتي جرګه کې په تیرو جګړوکې دښکیلو کسانو دشته والي په اړه دخلکو غبرګون ته توجه وکړي او له بلې خوا په دې برخه کې دتیرکمیسیون کارونه هم وارزوي او بیا دنوې عالي شورا دجوړولو لپاره ګام پورته کړي. 
دولت باید دې ته توجه وکړي چې دجنګ خلک سوله نه شي راوستلای که خدای ناخواسته دسولې په عالي شورا کې بیا هم هغه څیرې زیاتې برلاسې وي چې په تیرو جګړو کې یې برخه لرله فکر نه کیږي چې دا وړۍ به شړۍ شي. دغو کسانو ته هغه څوک چې اوس یې ټوپک په لاس کې اخیستی او جګړې کوي ددښمن او دجګړې دیوه لوري په سترګه ګوري. که هرڅومره ددوی یوشمیر پخپلو مخونو دسوله غوښتونکی او ملي شخصیت پرده وغوړوي بیا یې هم څوک نه مني.
ویل کیږي دافغانستان او پاکستان ترمنځ دامن دجرګې د ناکامیوله لاملونو څخه یو لامل داو، چې دافغانستان له لوري یې داسې یو څوک مشر و، چې دتیرو لسزیزو په جګړو کې یې برخه لرله او دسولې له ملي مشورتي جرګې څخه دخلکو دسوړ هرکلي یو لامل هم ددغې جرګې دمشر او په دې جرګه کې دجنګي ډلو دمشرانو شته والی و. 
نو په کار ده زموږ ددغې ملي سراسري ستونزې دحل کولو لپاره نورې ملي څیرې او هغه کسان چې لږتر لږه یې په تیرو جګړو کې ونډه نه وي لرلې ،رامخته شي تر څو خلک ددغه بهیر په رښتیاینه باور پیداکړي او په هیواد کې دجګړو او بې اعتمادیو دله منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.
خلک هیله لري دسولې دعالي شورا په جوړښت کې تیرې تجربې تکرار نه شي او له نویو سوله غوښتونکو،ملي او وطندوستو شخصیتونو څخه متشکله وي.

 

larawbar.gif

home.jpg

د خروتو د شورا د فعالیت رسمی جواز لیک

1.jpg

جلالتماب محترم مولوی عبدالرحیم خروتی

انجینیر مطیع الله مطیع خروټی

خروټو د قوم د سراسری شورا سرپرست

د انجینیر مطیع الله مطیع د تقرر په هکله د شورا د رهبری فیصله

محترم سناتور شهنواز خروتی و محترم قابل صدیقی
د خروتو په عمومی سراسری کنفرانس کی

img0017a.jpg

ګرانو پښتنو سلام مې قبول کړئ 

دپښتنو په حالاتو او ستنزو باندې ټوله نړۍ خبرده او ددنيا د هر ګوټ خلق په دې خبردې چه دغه ځائې کښې خلق په مشکلاتو سر دی خو دحيرانتيا خبره داده چه ددې شخړې دهوارتيا دپاره هغه منډې او هسې نه کيږی کومې چه ددې له پاره لازم دی ٠ 
ستاسو په نظر کښې دپښتنوستنزې څنګه ختميدې شی؟ 
دنن په نړۍ کښې دپښتنو اتفاق څنګه راوستې شی؟ 
دپښتنو دپرمختګ په لار کښې تعليم څومره فائده ورکولې شی او که دا دپښتنو دستنزو حل کولو استطاعت لری نوآيامونږه دې ته هغه هومره اهميت ورکړې کوم چه ددې دپاره ضروری دې؟ 
مونږټول په دې پوهه يو چه دپښتنو اتفاق او تعليم ډير ضرورې دې خو په دې لار کښې هيڅ قسمه عملی قدمونه نه دې اغستې شوې وجه څه ده؟ 
تاسوهرسړې خپل ګريوان کښې سر ښکته کړئ او اوګورئ چه مونږه صرف تشې خبرې کوؤ او که واقعی دخپلو مسلو حل کولو دپاره مو څه عملی قدمونه اغستې دی؟ 
زمونږ ستونزې مونږ په خپله ختمولې شو که دبهر خلق به ددې حل کيدو ته راځی؟ 
آيا زمونږه ستونزې صرف دپلار نيکه دغيرت په قيصويادولو ختميدې شی که مونږلره په خپلومټو کښې دصبا جوړولو طاقت هم پکاردې؟ مونږه دخپل ماضی نه حال ته څنګه راوتې شو؟ آياصرف دماضی په يادوؤلو مونږه پرمختګ کولې شو؟