Welcome To Afghan Kharoti Tribe Website

Youth
Home
Pashton Waly
News
Youth
Bank Account
Videos
Photos
Links
About Us
Kharoti's Tribal
Contact Us

متلونه

د تربور غاښ په تربور ماتېږي
دښمن د که د لوخو پړې وي، مار ئي بوله
کانړې به پوست، او دښمن به دوست نه شي
د پښتانه بدي د سرې اور دې
خواړه د څيښتن پخېږي، او کونه د وينڅي خوږېږي

لف :
ـ ابا اوبو یو وړ ، ویل ابا څه کوې چه غاړی غرونه ئې یو وړه .
ـ ابا مه ګوری ، خورجین ئې ګوری .
ـ اټنه وران سې چه امرالدین دی نارې کوی .
ـ اختر پټ مېړه نه دی .
ـ آخیر عمر د خوارۍ دی .
ـ ادب له بې ادبه زده کیږی .
ـ ادب له زخمه اخیستل کیږی .
ـ آدم خان دی په خیال ګوروان درغلی دی .
ـ ارزانه بې علته نه وی ګران بې حکمته .
ـ ارمان چی وروستی عقل لومړی وای .
ـ آره آره یوم پر غاړه .
ـ اړه په اړه خلاصیږی .
ـ ازمویلی څوک نه ازمویی .
ـ ازمیښت اول په کال وتلین و ، اوس دم په دمه دی . ( تلین دسالګری په معنی دی )
ـ آسان ئې نالول چونګوښو هم پښې پورته کړې .
ـ آسمان لیری ، ځمکه سخته .
ـ آسمان چی ټیټیږی ، دومره نه اوریږی .
ـ آسمان چی وریځی ښوروی باران به وکی ، کونډه چی سترګی توروی مېړه به وکی .
ـ آس ششنی ، خر رایی ، عاتره نوری بلاوی وایی .
ـ آس که ټکنی دی میدان لڼد دی .
ـ آس ئې و هغو ته ورکړ چی د تانګ د ټرلونه وه .
ـ آس ئې په سوو ګټی ، مړونه ئې په خولو ګټی .
ـ آس دبله ، غمچینه د ځنګله چی دی ئې تیز نه کړی نو بې څوک تیزوی .
ـ اشه ښه ده که ګله ؟ مه یوه وینی مه بله .
ـ اشه اشه بابا اشه ، قاضی غلام غوندی مریی لرې .
ـ اصیل په ګدله کی ، کم اصل په ګزبره کی .
ـ اصیل ته اشارت ، کم اصل ته لغت .
ـ اصیل خطا نه لری ، کم اصل وفا نه لری .
ـ اصیل خوری نه خاوری کیږی .
ـ اصیل کوټور ، کم اصل څپړور.
ـ اصیل په جنډه کالو کی هم معلومیږی .
ـ اصیله ځان دی کچه کی ، چی پرتوګ دی الچه کی .
ـ اصیل نه ورکیږی .
ـ اصیل بې بها وی ، کم اصل بې بها وی .
ـ آغا کور نسته د بی بی څخه بېره نسته .
ـ الم نشرح هغه الم نشرح ده ، خوله د ملا عثمان غواړی .
ـ اګر و اګر سره ورته دی .
ـ امانت مځکه نه خیانتو ی.
ـ آموخته خور بلا خور .
ـ آموخته خور ښه دی که میراث خور ؟ ویل اموخته خور .
ـ امیر ئې ورکوی ، شېخ میر ئې نه ورکوی .
ـ انا مړه سول ـ تبه ئې وشلېده .
ـ انسان تابع د احسان دی .
ـ انسان تر کاڼی سخت تر ګل نازک دی .
ـ انسان نه دی ، هغه چی د حیوان څخه ګیله کوی .
ـ اوبو اخیستی زګ ته لاس اچوی .
ـ اوبه په ډانګ نه بېلیږی .
ـ اوبه چی تر سر تېری سی څه یو نیزه څه دوې .
ـ اوبه چی تر غاړ ی ورسیږی ، زوی تر پښو لاندی کیږی .
ـ اوبه په کمزوری ورخ ماتیږی .
ـ اوبه د سر دپاله خړیږی .
ـ اورته خپل او پردی یو دی .
ـ اوربشی څه په ځمکه کی څه په جوال کی ؟ .
ـ اوربشی که سل منه دروپۍ شی ، دخره پکښی یو لپه ده .
ـ اور له خپلی لمنی بلیږی .
ـ اور او اوبه نه سره یوځای کیږی .
ـ اور او پنبه نه سره یو ځای کیږی .
ـ اوړه په اوړه ، منت ئې پر څه ؟ .
ـ اوړه یو موټ نه لری ، تنور ئې پر بام جوړ کړی .
ـ اوړه ئې د میچنی ، زامن ئې د چخنی .
ـ اوړه ئې یوـت نشته شل ئې تنورنه دی .
ـ اوسپنه په اوسپنه ماتیږی ږ
ـ اوس دی ویښی کړې چی د ماشو پر وړ دی وخوړ .
ـ اوښان سره کارېدله ګېډړه هم ځغاسته چی بې پرسی ده .
ـ اوښان نه ژاړی بارونه ژاړی .
ـ اوښ په غلبېل نه دریږی .
٦٧ـ اوښ په خپلو متیازو کی ګوډیږی .
ـ اوښ په سر باری نه درنیږی .
ـ اوښ تر پله لاندی نه سی پوټېدلای .
ـ اوښ ته ئې ویل الغبندی وکه ، ده ویل په کمو لاسو .
ـ اوښه ، هر څه دی بې هوښه .
ـ اوښ ته ئې ویل! لوړ دی خوښ دی که ځوړ ؟ ده ویل دریم ئې هم بد دی چی خټی دی .
ـ اوښ ته ئې ویل لوبی وکه ، ده جړونګان له بېخه وکښه .
ـ اوښ ته ئې ویل دا مغزی دی ولی کوږ دی ؟ ده ویل کم ځای می سم دی .
ـ اوښ دی اوسار کئ نو دی پلار کئ ـ اوښ چی ئې نته کی نو ئې اور ته کی .
ـ اوښ چی لوی بار وړی خوارک ئې ځوز دی.
ـ اوګره په تلوار نه سړیږی .
ـ اوګره ځینی توې سوله ، ویل په نصیب می نه وه .
ـ اول اتام پسې کلام .
ـ اول ځان پسې جهان .
ـ اول حق د ګاونډی دی .
ـ اول زده کړه ، بیا کوزده کړه .
ـ اول سلام پسې کلام .
ـ اول کوه احتیاط ، اوستری مه کوه پسات .
ـ اول مړانه په سیالی وه ، اوس سپیتانه په سیالی ده .
ـ اول می نه خوړی هزارسلاخی ، اوس دخوارپلاومحتاج یم . (هزارسلاخی یو ډول ډوډۍ ده چی وېشلې هم بولی )
ـ ایلچی ته نه بند شته نه زندان

ـ اوښ پۀ بډه نه وهل کېږی .
ـ اختر څۀ پټ مېړۀ نه دی چې تېر به شی .
ـ اول ځان پسې جهان .
ـ اوبۀ پۀ ډانګ نه بېلېږی .
ـ ازمویلی بیا مه ازمویه .
ـ اوښ لیدلی ، نه لیولی .
ـ انسان له ختا سره ملګری دی .
ـ اور ته خپل او پردی یو دی .
ـ اول زده کړه ،بیا کوزده کړه
ـ اوبۀ هم د لوښی پر مخ څښلې کېږی .
ـ اور ته راغلی د کور څښتن شو .


ب:
ـ بابا حلاله ، پوخۍ مه حلاله .
ـ بابا دی خدای وبخښی مګر د سهار په لمانځه کی سُست و .
ـ بابا ګیلې کوی ، ادې پېرې کوی .
ـ پاچهان چی د اوګرې پېروی خوری وس ئې رسیږی .
ـ پاچهی پاچهانو لره ښایی ، لویی خدای ( ج) لره .
ـ باران پر تېر اوسو ، خره ئې د لړموړی یو وړه .
ـ بارونه ئې تړل ، اوښانو ژړل .
ـ بار ئې په شا نه شو وړای ، یو لرګی ئې بل پر کښییود.
ـ باغ که باغوان لری ، چغال هم خدای لری .
ـ باغ که خراپوې ، الو پکښی ږده .
ـ باغ چی پوخ سی باغوان کوږ سی .
ـ بام ئې لوړ ، کور ېې ډګر .
ـ بخت چی کوټه سی پاچهان ټکری خوری .
ـ بخت په ټنده دی نه په منډه .
ـ بد بانجڼ افت نه لری .
ـ بد په بلا اخته ښه دی .
ـ بد په سلام نه ورکیږی .
ـ بد تربور په بد ځای کی په کاریږی .
ـ بد مه راسره کوه ښه دی نه غواړمه .
ـ بد مه کوه بد به نه وینې !
ـ بده ماندینه تنګه موچڼه ده .
ـ بدی چی نه کړای بدی چاری ، بدی به چا واژه پر لاری .
ـ برج دی تر اسمانه ، سپی دی له لوږی مری .
ـ برخی ټولی ازلی دی نه په زور نه په سیالی دی .
ـ برخی وېشه مړونه ګوره .
ـ بزه په خپل ښکر نه درنیږی .
ـ بشره د انسان خوی د شیطان .
ـ بلا بیده ښه وی نه ویښه .
ـ بلا د هغه پاڅی، چی ئې ګړنګ په برېتو څاڅی .
ـ بلا پر بلا واوښته . بلا یو څه لاندی واوښته .
ـ بل ته کوهی مه کینه ، چی خپله پکښی لوېږې .
ـ بلخه بې تمیزه ، لالی راغی بې کمیسه .
ـ بللی خور ولی .
ـ بل من چپه شو .
ـ بنده اریان خدای پر مهربان .
ـ بنده راسه د خدای خپل سه ، لکه پر ځان داسی پر بل سه .
ـ بنده چی داد کی نو بې یاد کی ، الله چی یاد کی نو بې ښاد کی .
ـ بنده لیری موښلولې ، مرګ لار ورته نیولې .
ـ بنده و خپل عمل .
ـ بنده وتړل بارونه ، خدای کوله خپل کارونه .
ـ بوچ د اختر خلاص دی .
ـ بې دولتی د نفغقه خیژی .
ـ بیده بل بیده نسی ویښولای .
ـ بې زحمته راحت نشته
ـ بېزاره دی له خیره یم ، سپی دی در ګرځوه .
ـ بیزی په بد راضی .
ـ بې ښځی سړی ښه دی نه په کور کی همېش جنګ .
ـ بیعقل ته ئې ویل چی ونه دی په کونه کی شنه سول ، ده ویل ښه دی تر سیوری لاندی بې ناست یم
ـ بې عقل دونه په بل نه کوی لکه په ځان .
ـ بې ګودره کی ګیډیږی ، خود بې سین وړی .
ـ بې ما دی شل نه کړه

ـ بې چرګه به هم سباشی .
ـ بازخانه له بازه نه خالی کېږی .
ـ بې عمله علم ،د بې مېوې ونې پۀ څېر وی .
ـ بې قامه مقام نسته .
ـ بې وسی دؤسی نه ده .
ـ بخت یا پۀ کمڅۍ دی یا پۀ کوټۍ .
ـ برج مې جوړاوۀ ، را څه کدانه سوه .
ـ بې زحمته راحت نسته .