دجرګی
پریکړه لیک
موږ د افغانستان
د خروټو د لرغونی قوم د
۲۸ ولایتونو آستازی چه
پدغه قومی جرګه کی مو ګډون
کړی، د هغه مسولیت او احساس
له مخی کوم چه یی د قوم او
په ځانګړی ډول د ملت او
هیواد په وړاندی لرو،
د هیواد په دغه حساسه دوره
کی په ګډه ، سره خپله پریکړه
پدی ډول اعلانوو .
لومړی:
زموږ په سیمو
کی د قومی مشرانو او سپنی
ږیرو له صلاح مشوری پرته
د آساف او ایتلافی ځواکونو
لخوا په خپل سر د شپی لخوا
د کورونو تلاشی کول، په
بی ګناه خلکو د بمونو غورځول
یا د توربګنی له
مخی په لمسونه د خلکو بندی
کول، او د هرډول خپل سری
عملیاتو تر سره کول موږ
ته نور د عملو وړندی.
که چیری په کوم کلی یا
کور شک موجود وی ایتلافی
ځواکونه کولای شی د شپی
لخوا نوموړی کلی یا کور
محاصره کړی او د ورځی لخوا
د شورا د استازی ، یا د کلی
د سپین ږیرو او ملا امام
په موجودیت کی تر شک لاندی
کلی یا کور تلاشی کړی.
دوم:
د خروټو
د قوم د هغه شمیر بندیانو
د جرم اود بند د مودی معلومول
کوم چه لا تر اوسه پوری
د هغوی جرم څرګند نه دی
او کچیری د کومو بندیانو
د جرم کچه ډیره کوچنی وی
له بند څخه دهغوی آزادول
غواړو .
دریم :
د هیواد
په ۲۸ ولایتونو کی د خروټو
د ځوانانو لپاره ، د سالمی
بوختیا او د زده کړی د زمینی
برابرول
څلورم:
په هیواد کی
د جنګ جګړو له امله د خروټو
د قوم زیاتره وګړی بی روزګاره
شوی دی د هغوی لپاره د روزګار
د برابرولو غوښتنه خپل
حق ګڼو
پنځم:
د خروټو
د غیرتی او ستر قوم هغه
شمیر کسان کوم چه د مخالفینو
په لیکه کی په وسله واله
مبارزه بوخت دی په قانونی
توګه له وسلوالی
مبارزی څخه سیاسی مبارزه
ته د هغوی هڅول .
شپږم:
د کوم
شمیر مخالفینو له خوا
چه زموږ په سیمه یا محل
او یا هم ولسوالی کی ستنونزی
را منځ ته کیږی او د هغوی
لخوا زموږ په سیمه کی ماینونه
خښوی او یا د هغوی په وجه
زمونږ کلی بمبار کیږی
موږ به د خپل زیان ، تاوان
او خساره له نوموړی مخالف
وسله وال څخه او یا هم د
هغوی له کورنی څخه اخلو.
اوم :
موږ
به په خپلو سیمو کی د ستونزو
د مخنوی په غرض هیچا ته
اجازه ورنکړو ، تر څو زموږ
سیمه د جنګ ډګر وګرځوی
او د بی ګنا خلګو وینی توی
کړی .
ځکه چه د خروټو ستر غیرتی
ټبر همیشه له خپلو حقه حقوقو څخه دفاع
کولو ته چمتو ده.